د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې هېوادونه دې افغان کډوالو ته وخت ورکړي، ترڅو په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي. مولوي عبدالکبیر پرون د اختر لمانځه په مراسمو کې دا څرګندونې کړې دي. مولوي عبدالکبیر ویلي چې کوچنی اختر د مسلمانانو لپاره د خوښۍ، یووالي او ثواب ځانګړې ورځ ده. هغه د افغان ولس د سولې، سوکالۍ او اقتصادي پیاوړتیا د دوام هیله څرګنده کړه او ټینګار یې کړی چې د ا.ا امارت موخه دا ده چې هېواد د تلپاتې ثبات او پرمختګ لور ته بوځي. نوموړي دغه راز له ولس څخه هم غوښتي چې د اختر په مبارکو ورځو کې د غریبانو او اړمنو کورنیو پوښتنه وکړي، له هغوی سره مرسته وکړي او خپله خوښۍ ورسره شریکې کړي.