د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له این بي سي نیوز شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه موافقه ونه کړي نو بمبار به شي. ټرمپ زیاته کړې، چې دا بمباري به داسې وي چې دوی به مخکې هیڅکله نه وي لیدلې. د دې مرکې په یوه برخه کې، ټرمپ یادونه کړې، چې هغه له تهران سره د مقابلې لپاره د دوهمې تعرفې په انتخاب هم غور کوي. ټرمپ مخکې د ایران اسلامي جمهوریت رهبر ته یو لیک لیکلی و. تهران وايي چې د عمان له لارې یې د ټرمپ لیک ته ځواب ورکړی دی. د اکسیوس خبري سایټ د یوه امریکایي چارواکي په حواله لیکلي چې خامنه ای ته د ټرمپ لیک سخت و او د نوي اټومي تړون لپاره یې دوه میاشتنی ضرب الاجل هم پکې شامل و.