د هند په شل اوریز سوداګریز لیګ(ای پي ایل) کې تر دې دمه ۱۱ لوبې ترسره شوې دي. تردې دمه ترټولو ډېرې ویکټې افغان سوکه توپ اچوونکي نور احمد ترلاسه کړې او تر ټولو زیاتې منډې ویسټینډیزي لوبغاړي نیکولاس پورن جوړې کړي دي. نور احمد چې په سږني پړاو ای پي ایل کې له چینای لوبډلې سره لوبېږي په یوازې ۳ لوبو کې یې ۹ ویکټې ترلاسه کړې دي او له ټولو توپ اچوونکو څخه مخکښ دی. د زیاتو منډو جوړوونکو په ډله کې بیا نیکولاس پورن په یوازې ۲ لوبو کې ۱۱۴ منډې جوړې کړې دي. د یادولو وړ ده، چې په یاد کې ۱۲مه لوبه نن ماښام ۶ نیمې بجې د ممبي او کلکتې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.