چين په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې ۹۰ میلیونه هکتاره کرنيزې ځمکې په لوړ معيار سره ابادې کړي. د چين حکومت پرون د يکشنبې په ورځ د خوراکي توکو د امنيت تامينولو لپاره په لوړ معيار د کرنيزو ځمکو د پراختيا پلان پرانست. د دغو پلانونو له مخې، چين به هڅه وکړي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې ټولې «حقېقي بنسټيزې دايمي ځمکې» په لوړ معيار کرنيزو ځمکو بدلې کړي. چين په نړۍ کې د تر ټولو زيات نفوس لرونکي هېواد په توګه له کلونو راهيسې د کرنې وړ ځمکې په ښه والي او پرمختګ تمرکز کوي، چې د خوراکي توکو امنيت تامين کړي او د کرنيزو محصولاتو پر وارداتو تکيه کمه کړي.