د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۲۸مه نېټه د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې له نړيوالو سوداګريزو او صنعتي شخصيتونو سره وکتل. د بهرنيو او نړيوالو تصديو کابو ۴۰ مشرانو او سوداګرو په دغه کتنه کې ګډون کړی او په ډاګه کړې ده چې په چین کې به ډېرې زیاتې پانګونې وکړي.
د جرمني د میرسیدس بنز ګروپ اعلان وکړ چې له چینايي همکارانو سره په ګډه به په چین کې ۱۴ میلیارډه یوانه پانګونه وکړي. د آسترازینیکا شرکت به په بیجینګ کې نږدې ۲ اعشاریه ۵ میلیارده ډالره پانګونه وکړي او په دې سره به په چین کې په نړیواله کچه شپږم ستراتيژیک مرکز جوړ کړي. د کورنینګ ګروپ وايي چې سږ کال به په چین کې لږ تر لږه ۵۰۰ ملیونه ډالره پانګونه زیاته کړي.
په ورته وخت کې امریکا د تعرفې لوړولو تګلاره غوره کړې. د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د مارچ په ۲۶مه نېټه اعلان وکړ چې پر هغو موټرو به ۲۵ سلنه ت تعرفې لوړې کړي چې دغه هېواد ته واردېږي.
په حقیقت کې ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې خپل هېواد ته د موټرو پر وارداتو د ۲۵ سلنې تعرفې اخیستلو پلان اعلان کړی و. سږ کال د ده د تعرفې لوړولو په تګلاره کې موټر، چیپونه، درمل او فولادو په شمول ګڼ شمېر محصولات شامل شوي دي.
چین بله لاره انتخاب کړې او د چین حکومت د ۲۰۱۸ کال په جون کې د بهرنیو پانګو په فعالې استفادې سره د اقتصاد د باکیفیته پرمختګ د هڅونې اقداماتو پلان اعلان کړ. له ۲۰۱۸ کال تر ۲۰۲۵ کال پورې د چیني بازار د پرانیستې کچه نوره لوړه شوې او د بهرنیو پانګونو لپاره ډېره جلبونه لري.
چین د سږ په فبرورۍ کې د بهرنیو پانګو د ثابتولو لایحه اعلان کړه او پکې ۲۰ مقررات شامل دي چې له مخې به یې د مخابراتي، طبي او ښوونې چارو په شمول ازمويښتي مرکزونه پراخ شي، د تولید په چارو کې د بهرنیو پانګونو د ننوتلو محدودیت به لغوه شي او خدماتي او ازمويښتي مرکزونه به لا ښه شي.
بله خوا، د ټرمپ د تعرفې لوړولو تګلارو له پلې کېدو وروسته، د امریکا په بازار کې منفي غبرګونونه هم راپورته شوي دي. ځايي تصدیو د تولیدي لګښت له زیاتېدو شکایت کوي، دا چې د وارداتي اومو نفتو او پرزو بيې لوړې شوې نو مشتریان هم له ستونزو سره مخ دي، ځکه د داخلي تولیداتو عرضه کافي نه ده او د وارداتو بيې لوړې شوې.
خو د چین بازار له خوځنده ځواک ډک دی. بهرنیو پانګونو د چین په تولیدي، خدماتي، مخابراتي او طبي چارو کې پراخې پانګونې کړې دي.
د ریمنس کمپنۍ اجراییه مدیر (Roland Busch) رولند بوسچ ویلي چې د دوی کمپنۍ له هغو تصدیو څخه ده، چې په چین کې د اضافه مخابراتي ارزښت لرونکو چارو ازمويښتي سوداګریز دفتر لري، په دې سره په چیني بازار کې د دوی پرمختګ هڅول شوی.
ده ویلي چې راتلونکی اونۍ به نوي محصولات بازار ته وړاندې کړي او دا یوازې د دوی د سوداګریز سفر یو پیل دی.
واشنګټن د تعرفې وسلې ډېرې کارولې خو په مقابل کې يې چین د ورخلاصون او پرانیستې تګلارو ته دوام ورکړی. اوسمهال نړیوال بازار یو له بل سره وصل دی، د لوړو تعرفو د تګلارې په نتیجه کې نه یوازې د وارداتي محصولاتو بیې لوړې شوې، بلکې د امریکا خپل تولیدي ځنځیر زیانمن شوی. واقعیتونه ښيي، چې د ټرمپ د لوړې تعرفې تګلاره د دغه هېواد د اقتصاد په ګټه نه ده، بلکې له امله یې فرصتونه له لاسه ورکړل شوي. د چین دوامدارې او ثابتې پرانیستې تګلارې بهرنیو پانګونو ته ګټور فرصتونه برابر کړي دي.
لکه د میرسیدس بنز ګروپ د بنډو کمېټې رئیس(Ola Källenius)اولا کیلنیوس چې ویلي، د چین حکومت پياوړی پيغام ښودلی چې دوی به پر پرانیستې تګلارې ټینګار وکړي، نو ځکه دوی پر چین پوره باور لري.
په سږني پسرلي کې نړیوالو پانګوالو پر چیني بازار نور زیات باور ښودلی او د روښانه راتلونکی پر لوري روان شوي دي.