د چین میډیا ګروپ د جنوبي سمندرګي د څېړنو د کارپوهانو کمېټه جوړه او د جنوبي سمندرګي په اړه د جنوب ختیځې اسيا د پېژندنې راپور هم خپور شو.
د چین ميډيا ګروپ د جنوبي سمندرګي د څېړنو د کارپوهانو کمېټه د مارچ په ۲۹مه نېټه د های نان په سان يا ښار کې جوړه شوې. دغه کمېټه د چين ميډيا ګروپ، د چين د جنوبي سمندرګي څېړنیز انسټيټيوټ او د هوايانګ د سمندر څېړنيز مرکز تر مشرۍ لاندې تاسيس شوې ده. په دې سره د جنوبي سمندرګي په اړه د جنوب ختیځې اسيا د پېژندنې راپور د خپرېدو مراسم هم تر سره شول.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په دې مراسمو کې ويلي، چې د جنوبي سمندرګي د کارپوهانو د کمېټې جوړونه د سمندري برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره يو ابتکاري تدبير دی. د هغه په وينا، سازمان به يې د جنوبي سمندرګي د سولې او ثبات د خونديتوب، د تلپاتې پرمختګ د پياوړتيا او د سمندري تمدن د پراختيا لپاره هڅه وکړي.