چین د مارچ په ۳۰مه نېټه د ون چانګ د راکټونو د توغولو ډګر څخه د CZ-7 بار وړونکي راکټ په وسيله د مخابراتي ټېکنالوژۍ ۱۶ م نمبر ازمايښتي سپوږمکۍ وتوغوله. ياده سپوږمکۍ ټاکلي مدار ته ننوتله او په دې سره د توغولو دنده په بریالیتوب سره تر سره شوه.
د معلوماتو له مخې، دغه سپوږمکۍ به په عمده توګه د څو بینډ او لوړ سرعت لرونکو سپوږمکيو د مخابراتي ټېکنالوژۍ د ازموينې او تصدیق لپاره کارول کیږي.
دا د چين د سي زيډ(CZ) مسلسلو بار وړونکو راکټونو ۵۶۶مه الوتنه وه.