د راپورونو له مخې د قزاقستان اورګاډي ملي شرکت افغانستان ته د قزاقي اوړو او غلو دانو د ترانزیټ تعرفې ۴۰ سلنه کمې کړې دي. د قزاقستان تمیر ژولي شرکت مسوولینو خبر ورکړی، چې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د بار وړلو حجم د زیاتولو لپاره ازبکستان پرېکړه کړې چې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو پر ترانزیت تعرفې کمې کړي. د یاد مسوولین وایي، دا کموالی به ۴۰ سلنه وي. د محصولاتو لېږد به له اوایسز سرحدي لارې غلبه تمځای ته ترسره کیږي. دا پرېکړه د قزاقستان د اورګاډو ملي شرکت او د ازبکستان د اورګاډو ادارې ترمنځ په الماتا کې د مذاکراتو په پایله کې شوې ده. په دې ناسته کې دواړو غاړو یادونه کړې چې د سریاغاش سرحدي لارې ظرفیت د ۵۰سلنه زیاتوالي له امله د بار وړونکو او سوداګرو غوښتنې په بشپړ ډول پوره کېدای شي.