د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د مارچ په ۳۱مه نېټه په يوه غونډه کې د «ايکولوژيک چاپيريال د ساتنې په اړه د نظارت قواعد» او «د شلمې مرکزي کمېټې د څلورم پړاو د څارنې مجموعي راپور» ارزیابي کړل.
د دې مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه.
په دې غونډه کې ويل شوي، چې د ايکولوژيک چاپيريال پر ساتونکو چارو د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې نظارت د ايکلوژيک تمدن د ابادۍ په برخه کې يو مهم ګام دی او د اړوندو چارو له لارې يې هغه لويې قضيې حل کړې دي، چې ايکولوژيک چاپيريال ته يې زيانونه رسولي دي.