د چين ګڼ شمېر ژغورونکې ډلې د مارچ په ۳۰مه نېټه د ميانمار په زلزله ځپلو سيمو کې د لټون او ژغورنې عملیات تر سره کړل. تر اوسه پورې دغو ډلو په اوو ساعتونو کې څلور ژوندي پاتې شوي کسان ژغورلي دي.
د چین د بیړني حالت د مدیریت وزارت د معلوماتو له مخې، د دې میاشتې د ۳۰مې نیټې په شپه د چین نړیواله ژغورونکې ډله د بیړنۍ ژغورنې لپاره د میانمار زلزله ځپلو سیمو ته ورسیده. په دې ډله کې ۱۱۸ کسان شامل دي چې د لټون او ژغورنې۶ سپي، دوه موټر، ۶۳۴ قلمه تجهیزات او طبي توکي هم ورسره دي. په دې ۱۱۸ کسیز ټیم کې د زلزلې متخصصین، ساختماني انجنیران، د لټون او ژغورنې پرسونل، طبي پرسونل شامل دي چې د لټون او ژغورنې سپي هم ورسره دي.
له هغوی سره د ژوندیو موجوداتو د کشفولو، ساختماني چارو ماشینري او ګرځنده روغتيايي سیستمونه شتون لري او کولی شي پخپله د زلزلې سیمو په دوو لوریو کې د ۷۲ ساعتونو لوړ شدت ژغورنې عملیات ترسره کړي.
د میانمار دولتي اداري شورا د دې ورځې په ۱۴ بجو اعلان وکړ، چې په دې هیواد کې د سختې زلزلې له امله شاوخوا ۱۷۰۰ کسان وژل شوي، کابو ۳۴۰۰ کسان ټپيان او شاوخوا ۳۰۰ کسان ورک دي.