.د چيني حکومت د بيړنيو بشري مرستندويه توکو لومړۍ جوپه د مارچ د ۳۱مې نېټې په سهار له بېجينګ څخه د ميانمار حرکت وکړ
د چين حکومت پرېکړه کړې، د ميانمر په غوښتنه ور ته د ۱۰۰ميليونه يوانو په ارزښت بيړنۍ بشري مرستندويه توکي برابر کړي. د چين د نړيوالې همکارۍ ادارې د خبر له مخې، د يادو بشري مرستندويه توکو په لومړۍ جوپه کې ۱۲۰۰ خيمې، ۸۰۰۰غالۍ او کابو ۴۰ زره د بيړنۍ درملنې بکسونه شامل دي. برسېره پر دې، چيني لوری به ژر ميانمار ته د څښاکو اوبو او چټکو خوړو په شمول د ژوند ضروري مواد ولېږي