سږ کال د چین د شي ځانګ کورواکې سیمې د جوړېدو ۶۰مه کلیزه ده. د چین حکومت د مارچ په ۲۸مې نېټې يا د شي ځانګ د ميلیونو غلامانو د ازادۍ د ياد ورځې په مناسبت په نوې زمانې کې د دې سیمې د بشري حقونو د پرمختګ سپین کتاب خپور کړی او د یو لړ مشخصو شمېرو له مخې يې پکې د شي ځانګ د تېرو لسګونو کلونو بدلونونه په ډاګه کړي دي.
په دغې ليکنې کې به د شي ځانګ د ازادۍ له ۶۰ کالونو راهيسې د ځايي وګړو ژوند او پرمختګ ته لنډه کتنه ولرو.
ژوند او پرمختګ د بشري حقونو بنسټ دی.
ژوند د ټولو بشري حقونو بنسټ دی. په شي ځانګ کې له ۱۹۵۱م کال مخکې د ګڼ شمېر غلامانو ژوند او امنیت تضمین نه و او د سر او مال او بیان ازادي یې نه درلوده، خو د دې سیمې تر سوله ییزې ازادۍ وروسته، دوی د خپل ژوند او چارو خاوندان شول. د شي ځانګ نفوس له ۱ ميلیون څخه ۳ اعشاریه ۷ ميلیونو ته پورته شوی او د هر تن په سر منځنی عمر يې له ۳۵ اعشاریه ۵ کالو څخه ۷۲ اعشاریه ۱۹ کالو ته لوړ شوی دی.
پرمختګ د خلکو د نیکمرغه ژوند کلیدی برخه ده.
له ۱۹۵۱م کال مخکې د شي ځانګ ګڼ شمېر غلامانو يا عامو خلکو کافي خواړه نه درلودل، خو اوس د دې سیمې د خلکو په ژوند کې ستر بدلونونه راغلي او د ۲۰۱۹م کال تر پایه د شي ځانګ ټول ثبت شوي ۶۲۸ زره کسان له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي دي. د ښوونې په برخه کې، پخوا په شي ځانګ کې د نالوستو کسانو انډول ۹۵ سلنه و، خو اوس یې دغه انډول صفر ته نږدې شوی او د هر ماشوم لپاره يې د ښوونې ۱۵ کلنی وړیا ښوونيز سیسټم جوړ شوی دی.
د یادولو ده، چې شي ځانګ سیمه ډېرې لوړې ژورې لري او ښوونځیو ته د زده کوونکو ورتګ یې ډېر ستونزمن دی. ځینو ځايي ښوونځیو د هېواد د اجباري تعلیم د قانون له مخې زده کوونکو ته لیلیې جوړې کړي او د زده کوونکو کورنۍ په خپلې خوښې پرېکړه کولی شي، چې په لیلیې کې يې ماشوم پاتې کېدای او یا کورونو ته تګ راتګ کولی شي. د لیلیې سیسټم د چين په نورو ولایتونو او هم د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې موجود دی. خو ځینو لوېديځو هېوادونو د زده کوونکو ليلیې د شي ځانګ پر بشري حقونو تېری بللی دی.
استرالیايي کارپوهکولین ماکیراس له رسنيو سره په خبرو کې ویلي، چې لوېديځې رسنۍ ځانونه د شي ځانګ د مالوماتو پېژندونکي بولي، خو په حقیقت کې دوی هېڅ رښتيني مالومات نه لري او د شي ځانګ په اړه راپورونو کې يې تعصب له ورایه ښکاري.
اوسمهال د شي ځانګ خلک نه یوازې د ژوند او پرمختګ تضمین لري، بلکې د دې سیمې عنعنوي کلتور او هنر هم ډېر ښه ساتل شوی دی. د دې سیمې د عامه ځایونو اعلانات او لوحې هم په چیني ژبې او هم په تبتي ژبو ليکل شوې دي. برسېره پر دې، د شي ځانګ تاریخي شعر، تبتي ډرامه او په تبتي درملو د بدن مینځلو درملنه د انسانانو د غیرمادي میراثونو په لېست کې شامل شوي دي.
ولې شي ځانګ په لسګونو کلونو کې زر کلن پرمختګ او لوی بدلون موندلی؟
کارپوهان دا د چین د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې، خلکو ته د لومړیتوب ورکولو د تګلارې د جدي پلې کېدو پایله بولي.
پاکستاني خبریال علي عباس له شي ځانګ څخه تر لیدنې وروسته رسنيو ته ويلي، چې د دغې سیمې پرمختګ یې له اټکل څخه پورته دی او خلک یې عصري ژوند لري.
د شي ځانګ د بشري حقونو پرمختګ د مشخصو شمېرو او د ځايي وګړیو په ژوند کې پوره انعکاس کېږي او جعلي خبرې يې نه شي پټولی.