په چين کې د ناورو سفارت د مارچ په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې رسماً خپله دروازه خلاصه کړه. د ناورو د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزير د دغه سفارت د پرانيستلو په مراسمو کې د حضور لپاره بېجينګ ته ورغلی دی. هغه څرګنده کړه چې ناورو به د يو چين د پېژندلو پر اصولو ټينګار ولري او سترګې په لار دی چې په مختلفو ساحو کې دوه اړخيزې همکارۍ پراخې کړي او له چين سره خپلې اړيکې پر له پسې ټينګې کړي
چين او ناورو د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د يو چين د پېژندلو د اصولو پر بنسټ خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې بيا پيل کړې او د خپلمنځي اړيکو نوې پاڼه يې پرانيستې ده. ناورو د چين ۱۸۳ م ډيپلوماتيکې اړيکې لرونکی هېواد دی