د کمربند او لارې د حقوقي خدماتو نړيوال فورم د مارچ په دېرشمه نېټه د چين د فو جيان ولايت په شيا من کې پرانیستل شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دې کمېټې د سياسي او قانوني کميسیون منشي چن ون چينګ د فورم د پیل په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
هغه فورم ته په وينا کې ويلي چې څه باندې ۱۵۰ هېوادونه د کمربند او لارې د وړانديز د پلي کولو لپاره راغونډ شوي دي.
ده زیاته کړې چې حقوقي خدمات نه يوازې د بېلا بېلو هېوادونو د همکاريو د لا پياوړتيا مهمه محتوا بلکې د دغو هېوادونو د ګډ پرمختګ کلک ضمانت هم دی. چين په وروستيو کلونو کې په دوامداره توګه د قانون اجرا او عدلي چارو نړیوالې همکارۍ ژورې کړې، په اړوندو نړيوالو تړونونو کې يې ګډون کړی، د چیني او بهرنیو وکیلانو د همکاريز ميکانيزم جوړولو بتکار يې کړی او د سوداګريزو چارو نړيواله محکمه يې جوړه کړې چې د کمربند او لارې په نوم د باکيفيته پرمختګ د موندلو لپاره يې د حقوقي خدماتو ضمانت برابر کړي.
ښاغلي چن ون چينګ ويلي چې چين غواړي له اړوندو خواوو سره يو ځای د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د قوي قانوني ضمانت د برابرولو لپاره ګډې هڅې وکړي.