د تاجکستان، قرغزستان او ازبکستان د ولسمشرانو ترمنځ د تاجکستان په خجند ښار کې د درېواړه هېوادونو تر منځ د پولو ټاکلو تړون لاسلیک کړ. د راپور له مخې، د دغو هېوادونو ترمنځ د پولو د نه روښانتیا له امله دوه لسیزې لانجې د وسله والو نښتو لامل هم شوې وې. خبر زیاتوي، چې د درېيو هېوادونو تر منځ د اړيکو د عمده ستونزو د حل په رڼا کې، د دولتونو مشرانو د تلپاتې دوستۍ ګډه اعلامیه لاسليک کړه او د درې اړخيزه همکاريو د پراختيا ژمنه یې کړې ده.