امریکا خپل نږدې متحد اوکراین د خپلو ګټو لپاره داسې لوبولی، چې نړۍ یې حيرانه کړې ده. د اوکراین پارلماني غړي یاروسلاف ژیليزنیاک د مارچ په ۲۷مې نېټې د امریکا او اوکراین د کانونو د مسودې جزئیات خپاره کړي دي. په دغې مسودې کې د اوکراین د خاورې ټول خام مواد يعنې تیل، اوسپنه او ګاز شامل دي.
په مسودې کې ويل شوي، چې دولتي او خصوصي شرکتونه به کانونه کيندي، عواید او ګټې به په بهرنيو اسعارو بدلوي او له اوکراينه بهر به یې لېږي او که پیسې پر وخت ونه رسوي، نو اوکراین به یې مسئوليت پرغاړه لري او بل دا چې دغه پیسې باید امريکا ته له اوکراین سره د مرستو د پور ورکولو لپاره وکارول شي. دغه راز، يوازې به امريکا اختيار لري، چې د اوکراين دغه خام مواد پر چا پلوري او اړوندې چارې به يې د يوې ۵ کسيزه کمېټې لخوا اداره کېږي، چې ۳ غړي به یې امريکایان وي او په ټولو امورو کې به د ويټو حق لري.
په دغې مسودې کې د اوکراين د امنيت د تامين غوښتنې نه دي ذکر شوي. ژیليزنیاک د دغې مسودې په اړه خپل احساس په دې ډول بیان کړی: دا ډېر حيرانوونکی دی!
له امریکا سره متحدېږئ، د واشنګټن د زورواکۍ، غلا، متغیرو سیاستونو او ګټو پالنې ته چمتو یاست؟
د اوکراین پر وړاندې د امريکا چلند د ټرمپ او بایډن ادارې ترمنځ ډراماتیک بدلون موندلی دی. د بایډن ادارې د روسیې او اوکراین د شخړې د پيل په لومړیو وختونو کې په ډېرې چټکۍ اوکراین د “ډیموکراتیکې دفاعي کرښې” په توګه انځور کړ او د شاوخوا ۱۰۰ ميلیارډو ډالرو د مرستو ژمنه یې ورسره وکړه او د پوځي مرستو کچه یې ورسره بې ساري لوړه کړه.
د امريکا د دغه ډراماتیک بدلون تر شا، نه یوازې د ناټو د بیا ژوندۍ کولو ستراتیژۍ پرته وه، بلکې د نظامي صنعت د ګټو پر بنسټ هم فکر موجود و.
د روسيې او اوکراين د جګړې په جریان کې د ریتیون او لاکیډ مارټین په شمول د وسلو د توليد لویو شرکتونو د ونډو بیې په اوسط ډول ۳۷سلنه لوړې شوې او دا په رښتينې مانا د جګړې له لارې د پيسو د اخيستلو د نظريې ښکارندويي کوي.
کله چې ډونالډ ټرمپ واک ته ورسېد، نو هغه له اوکراين سره د حساب خبره او د پخوانیو پوځي مرستو د بېرته ورګرځولو غوښتنه وکړه او په دې فکر کې و، چې له دغه هېواد سره مرستو ته دوام ورکړي او که نه؟
د کانګرېس څېړنیزې ادارې د روان کال په جنورۍ کې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې د امریکا کانګرېس د روسیې او اوکراین د شخړې له پیل راهیسې پنځه لایحې تصویب کړي او اوکراین ته يې د ۱۷۵ ميلیارډو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې ورکړې دي. خو ټرمپ بیا وايي، چې اوکراین د امریکا ۳۵۰ ميلیارډه ډالر پوروړی دی.
د امریکا او اوکراین د کانونو د تړون ياده مسوده، په اصل کې د امريکا د ولسمشر ټرمپ په ذهن کې د سوداګريز فکر له مخې جوړه شوې ده. که اوکراین غواړي، چې امريکا ورته د امنيت تضمين ورکړي، نو خپلې معدني سرچېنې باید امريکا ته ډالۍ کړي.
د متحدینو پر وړاندې د امریکا په پالیسيو کې ستر بدلونونه د دواړو ګوندونو له ایډیالوژیکو توپیرونو سره تړاو لري، مګر هغه څه چې بدل شوي ندي هغه دا دي، چې دواړه ګوندونه د امریکا ګټې تعقیبوي، خو د ګټو لارې يې مختلفې دي او په حقيقت کې د دواړو امريکايي مشرانو (بایډن او ټرمپ) تر شا د ګټو ډلې هم مختلفې دي.
امريکا خپل متحدین په جیوپولیټیکي لوبو کې د شطرنج د لوبې د دانې په څېر لوبوي. اوکراین مخکې د روسيې ضد مخکښ رول لوباوه، خو نن د معاملې پر تلې تلل کېږي.
امريکا هڅې کوي، چې په نړیوال سیاست کې د لوی متحد په توګه راڅرګند شي، خو په خپلو ډیپلوماټیکو ستراتیژيو کې د خود غرضۍ او بې ثباتۍ دوامدارې بدلېدونکې بڼې ښيي او متحدین يې په تدریجي ډول دغه منطق ته رسيدلي، که کوم هېواد امريکا ته ګټې رسوي، نو بیا ورسره نږدې اړيکې پالي او کار ترې اخلي او وروسته یې پرېږدي. اوسمهال پر امريکا اعتبار له بې سارو شکونو سره مخ دی.
زورواکې لوټماري، بې ثباته پالیسي او خود غرضي د امريکې ځانګړتياوې دي او که کوم هېواد ورسره متحد پاتې کېږي، نو مخکې له مخکې باید دا فکر ولري، چې واشنګټن ته څه ورکولی شي؟
کله چې د شطرنج دانې وسوځي، نو بيا لوبې کې رول نه شي لوبولی. نو کوربه هم بیا د دې ځواکمن متحد پر وړاندې د کوربتوب حق نه لري.
په حقیقت کې، د پوښتنو ځوابونه پیچلي نه دي. د څو اړخیزو همکاریو د شبکې رامنځته کول او د ستراتیژیکو پاليسو په جوړولو کې خپلواکي ساتل د پرمختګ کلیدي ټکي دي.