د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ماینونو د پوهاوي د ورځې په مناسبت ویلي، چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه کسان د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دي. ګوترېش زیاتوي، چې له دې ګواښونو د خوندیتوب لپاره باید نړۍوالې هڅې چټکې شي. د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو د پوهاوي نړیواله ورځ په ۲۰۰۵ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا ونومول شو او تر اوسه هرکال نمانځل کېږي.