د سولې له خبرو سره هممهاله په هېواد کې د تاوتریخوالي اوج جدي اندېښنې پارولې دي. افغان حکومت تازه ویلي چې طالبانو پر افغان ځواکونو په خپلو بریدونو کې ډېروالی راوستی، خو طالبان بیا وایي چې حکومت لوی عملیات پيل کړي او دوی هم اړ دي چې ځواب یې ووايي. له دې سره هممهاله نړیوالو هم له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې او روانې جګړې یې د سولې لپاره خنډ جوړوونکې بللې دي. کورنیو چارو وزارت هم وایي چې طالبانو په وروستیو کې سلګونه بریدونه او نظامي تحرکات ترسره کړي دي.
د روانې میلادي میاشتې په دوولسمه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوې. د خبرو له پیل سره د نړیوالو او عامو افغانانو هیله دا وه چې په هېواد کې به تاوتریخوالی کم شي او د مذاکراتو په بېخي لومړیو ورځو کې به پر اوربند توافق وشي. د افغان حکومت تللي پلاوي هم ټینګار کاوه چې له طالبانو سره یې په مذاکراتو کې لومړی ټینګار پر اوربند دی او دا د هر افغان غوښتنه ده، خو مذاکرات تر دې دمه له ځنډ او خنډ سره مخ دي، په دوحه کې خبرې سړې، خو په افغانستان کې جګړه خورا ګرمه ده. هوايي بریدونه، مخامخ نښتې، د سړک غاړې ماینونه، چاودنې، مقناطیسي ماینونه او دې ته ورته جګړه ییز تاکتیکونه هغه څه دي چې له امله یې ملکیانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتې دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبره، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې درې نیم زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، په داسې حال کې چې په همدې موده کې د وسله والو ډلو له لوري هېڅ بهرني عسکر یا کوم ملکي بهرني تبعه ته زیان نه دی اوښتی. کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو بریدونو پر مهال درې زره او ۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د یاد وزارت ویاند طارق ارین پرون په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، طالبانو د روان کال په تېرو ۶ میاشتو کې اووه زره وسله وال بریدونه کړي دي. د هغه په خبره، په همدې موده کې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ۱۴۰ ماینونه هم چاودلي چې له امله یې ملکي وګړو ته یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو بیا د کورنیو چارو وزارت پر دغه څرګندونو غبرګون ښودلی او وایي تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د افغان حکومت په عملیاتو کې عامو افغانانو ته اوړي. د دوی په خبره، حکومت په ګڼو ولایتونو کې چاڼیز عملیات پيل کړي دي. طالبان همدارنګه د تاوتریخوالي زیاتېدل د هېواد په نهو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په پراخو عملیاتو پورې تړلي بولي، خو ملي دفاع وزارت وایي چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.
له دې سره جوخت نړیوالو بنسټونو او د افغانستان د سولې په پروسه کې ښکېلو هېوادونو بیا په ځلونو له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړمه ورځ په ټوېټ پیغامونو کې ویلي وو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه په هېڅ صورت د منلو نه ده او اندېښنې یې پارولې دي. هغه ویلي وو چې ښکېلې خواوې باید جګړې کمې کړي او یوه دایمي اوربند ته لار هواره کړي، څو دلته روانه خونړۍ جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.
د دې تر څنګ اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو هم د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر تېره ورځ په ټوېټ پیغامونو کې ویلي وو چې د ښکېلو لورو په نښتو کې ملکي مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې او وضعیت د منلو نه دی. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم په یوه اعلامیه کې د تاوتریخوالي د کمولو او دایمي اوربند د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې ده.