د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، که امریکا ریښتیا هم خبرو ته لېواله وي نو په خبره یې، دغه بهیر کې ګواښ څه مانا لري. هغه ټینګار کړی چې تهران د ګواښ تر شرایطو لاندې خبرو ته نه دی چمتو. مسعود پزشکیان په دې باور دی چې امریکا نه یوازې ایران، بلکې ټولې نړۍ ته بې احترامي کوي او دا چلن د خبرو اترو له اصل سره په ټکر کې دی. ورته مهال، د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د دریځونو په غبرګون کې ویلي، له داسې لوري سره مستقیمې خبرې چې تل د ملګرو ملتونو له منشور سره په مخالفت کې د زور کارولو ګواښ کوي او د خپلو چارواکو له لوري متناقض دریځونه څرګندوي، اصلاً بې مانا دي.