د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال دغه ولایت کې د زعفرانو کښتونه زیات شوي دي. د مسوولینو په خبره، د زعفرانو لوړو بیو او صادراتو ته په پام، د دغه بوټي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې ده. د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو پربنسټ په کورنیو بازارونو کې د یو کیلو زعفرانو بیه تر سل زره افغانیو رسیږي او د تېر کال په پرتله یې بیې هم لوړې شوې دي. په هرات کې د زعفرانو صادرونکو شرکتونو د مسوولینو په خبره، نړۍوالو بازارونو کې د هېواد زعفرانو ته لېوالتیا زیاته شوې ده. دغه راز د زعفرانو په پروسس شرکتونو کې هم سلګونه ښځو ته اوږدمهالي کاري فرصتونه برابر شوي دي. د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د مالوماتو لمخې سږ کال دغه ولایت کې پر لس زره هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.