په چين کې د اپرېل څلورمه نېټه د (چينګ مينګ جي ) له ورځې سره برابره وه چې د وفات شويو وګړو د درناوي ورځ بلل کیږي. په ځينو هېوادونو کې د چين سفارتونو، قونسلګريو، طبي مرستندويه ډلو په دغو هېوادونو کې د قربانيانو د درناوي او احترم په پار د دوی قبرونه پاک کړي دي.
روان کال له ډيموکراتيکې کوريا سره د مرستو په پار د امريکا پر وړاندې د چين د داوطلبو ځواکونو د مبارزې له ۷۵ مې کاليزې سره برابر دی. په ډيموکراتيکې کوريا کې د چين د سفارت، په چونګ جين کې د چين د قونسلګرۍ ټولو کارکوونکو او په دې هېواد کې د چیني ارګانونو، خبري رسنيو او د چیني اوسېدونکو شپېتو تنو استازو د مارچ په دېرشمه نېټه د چين د داوطلبو ځواکونو د درناوي او احترم په پار د دوی قبرونه پاک کړي دي.
سربېره پردې د دې ورځې نه مخکې په چاد، تونیس، پاکستان ، ويتنام او زامبيا کې د چين سفارتونو هم همدغه کړنې کړې دي.