په وروستيو کې امريکا په بېلا بېلو پلمو د چين په شمول د خپلو ټولو سوداګريزو همکارانو پر توليداتو اضافي تعرفې لګولې چې کړنه يې د بېلا بېلو هېوادونو پر حقه حقونو تېری بلل کېږي. د امریکا دا اقدام دغه راز د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له اصولو څخه سرغړونه ده او په دې کار سره يې د نړیوالو منل شویو اصولو پر بنسټ ولاړ څو اړخیز سوداګريز ميکانيزم څخه سرغړونه کړې او د نړيوال اقتصادي نظم ثبات ته يې زيان رسولی دی. د چين حکومت له دې کړنې سره ټينګ مخالفت ښودلی دی.
چين به په نړۍ کې د دویم اقتصاد او د توليداتو د دويم لوی بازار په توګه په هر صورت کې نړيوالو ته خپله دروازه لا خلاصه کړي.
چین به په دوامداره توګه ورخلاصون پراخ کړي، په ثابت ډول به د اصولو او معيارونو په شمول د نظامونو ورخلاصون هم پراخ کړي، د سوداګرۍ او پانګونو د ازادېدو او اسانېدو تګلاره به غوره کړي، د بازاري، قانوني او نړيوال کېدو لپاره به غوره سوداګريز چاپيريال برابر کړي او له نړيوالو سره پرمختيايي فرصتونه شريک کړي تر څو د ګډو ګټو پر بنسټ ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي.