چين د نوښتونو د نړيوال ليګ په وروستي نوملړ کې چې د دوشنبې په ورځ د پراختيا لپاره د ساينس او ټکنالوژۍ د اکاډمۍ له لوري خپور شو په ۲۰۱۲م کال کې له شلمې درجې څخه په ۲۰۲۴م کال کې لسمې درجې ته لوړ شوی دی. په دغه نوملړ کې چې د څلويښتو هغو هېوادونو نوښتګرې وړتياوې ارزوي چې د نړۍ د ټول ناخالص توليد ۸۵ سلنه برخه جوړوي، ويل شوي چې له ۲۰۱۲م کال راهيسې په دې برخه کې د چين وده د نورو ټولو هېوادونو په پرتله چټکه وه.
ځينې ترکيبي عوامل د چين چټک پرمختګ توضيح کوي. تر ټولو لومړی خو چين په ۲۰۱۲م کال کې د نوښتونو هڅونه د خپلو سياستونو په مرکز کې راوسته څو دغه هېواد تر ۲۰۳۵م کال پورې د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې پر لوی ځواک بدل کړي.
د دولت سږنی کاري راپور چې تېره مياشت د مقننه قوې کلنۍ جلسې ته وړاندې شو هم انکشاف محوره نوښتونه د کليدي لومړيتوب په توګه را برسېره کوي.
د چين لومړي وزير په ۲۰۲۵م کال کې د حکومت پر اساسي دندو په ټينګار سره وويل چې: «موږ بايد نوښت محوره انکشاف ته ژمن پاتې شو او په زده کړو، ساينسي او ټکنالوژيکي نوښتونو او دغه راز د استعدادونو په روزنه کې له يو بل سره تړلی پرمختګ وکړو. په دې توګه به د چيني عصريتوب اساسي او ستراتيژيکه زيربنا تحکيم کړای شو».
عزم په يوازيتوب سره له ځينو مشخصو اقداماتو پرته چين پر علمي قوت نه شي بدلولی.
په وروستيو کلونو کې، چين په فعال ډول د ساينس او ټکنالوژۍ د سيسټم اصلاحات پيل کړي دي. د سه شنبې په ورځ دغه هېواد ټکنالوژي محوره کاروبارونو ته د مالي ملاتړ د برابرولو او د ټکنالوژۍ د بيمې خدمتونو د تقويه کولو، د دولتي سازمانونو، د ټکنالوژۍ شرکتونو او مالي ادارو تر منځ د همکاريو د پراختيا په موخه يو پلان اعلان کړ.
پر سياستي ملاتړ سربېره، چين پر څېړنو او انکشاف هم خپله پانګونه ډيره کړې ده. د چين د احصائیې د ملي بيرو شمېرې ښيي چې د دغه هېواد د څېړنو او انکشاف لګښتونه په ۲۰۲۴م کال کې له ۴۹۴.۶۹ ميلياردو ډالرو اوښتي او د نړۍ په کچه یې دويمه درجه خپله کړې ده.
دغو هڅو له حيرانتيا پرته مثبتې پايلې ترلاسه کړې دي.
د مصنوعي ځيرکتيا چټک انکشاف د بېلګې په توګه د چين د لوړ کيفيت ودې يو مهم ستون ګڼل کېدای شي.
د سينهوا خبري اژانس د راپور له مخې، تر ۲۰۲۴م کال پورې چين نږدې ۲۰۰ د مصنوعي ځيرکتيا عملياتي مؤلد سيسټمونه درلودل چې تر ۶۰۰ ميليونو ډيرو کارنو ته یې خدمات وړاندې کول. پر دې سربېره، د چين د صنعتي روباټونو شمېر د نړۍ تر نيمايي ډير شوی او پر عمر خوړلو د پام کوونکو روباټونو لپاره د نړيوالو معيارونو په رامنځته کولو کې هم دغه هېواد مخکښ رول لري.
چين لومړنی الوتونکی ټکسي موټر هم جوړ کړی. د شنبې په ورځ، د چين قانون جوړوونکو لومړنيو دوو کمپنيو (اي هانګ هولډينګز او هيفای هي ايرلاینز) ته د خپلکارو مساپر وړونکو ډرون الوتکو د عملياتي چارو د پيل اجازه ورکړه. مانا دا چې يادې دوې کمپنۍ د دې اجازه لري چې د مساپرو د لېږد او دغه راز ګرځندویو د نندارې تجارتي عمليات پيل کړي.
د چين د اطلاعاتو ټولنې د ټيټې ارتفاع څانګې مرستيال چينګ بولين تېره مياشت په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د ټيټې ارتفاع اقتصاد د ودې نوی عامل دی او دغه راز به د چين د اقتصاد د چټک انکشاف د پرمخ بېولو ماشين وي.
نوښتونه هغه څه دي چې د چين د لوړ کيفيت اقتصادي وده ممکنوي.
چاينا ډيلي د اوليور وايمن مشورتي خدمتونو د شريک سيمفينډورفر له قوله ويلي چې چين د نړۍ د نوښتونو پر دهليز بدليدونکی دی. د هغه په خبره چې چين د پاکې ټکنالوژۍ، مصنوعي ځيرکتيا او بايوفارمسيوټيکل په برخه کې د چين انکشاف زړه ګرموونکي دي.
سيمفينډورفر زياته کړې چې چين په تېرو لسو کلونو کې د مؤلديت د ډيرولو او د ودې له زړو ماډلونو د تېرېدو لپاره د يوه مټ د موندلو په هڅه کې و. د هغه په خبره چې مصنوعي ځيرکتيا د چين هغه مټ دی چې په لټه کې یې و.
چين لا هم په ځينو برخو لکه بنيادي څېړنو کې پرمختګ ته اړتيا لري. د څېړنيزو ادارو اصلاحات، د ملي لابراتوارونو لپاره د نويو ماډلو را سپړل او د نوښتونو لپاره د نړيوالو او سيمه ييزو مرکزونو د وړتياوو لوړول د روان کال د حکومت د کاري راپور مهم عناصر دي.
لکه څرنګه چې د چين د ولسي جمهوريت رييس شي جين پينګ په ځلونو ويلي، د ساينس او ټکنالوژۍ پر لوی ځواک د چين د بدليدو لپاره بايد مهم نوښتونه وشي، نړيوال علمي اغيز وکارول شي، استعدادونه وموندل شي او د نړۍ په کچه د نوښتونو حکومتولي وساتل شي.
چين پر دې مسير پاخه ګامونه اخلي او لاسته راوړنې یې په ډيريدونکي ډول د نړيوالې ټولنې له لوري د منل کېدو په حال کې دي.