د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو څه باندې ۳۰۰ نوې دیني مدرسې پرانیستل شوې دي. د مسوولینو په خبره یادې دیني مدرسې د پوهنې ریاست مقام په وړاندیز او د ا.ا زدهکړو امریت په هڅو د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو د زده کړو پرمخ پرانېستل شوې دي. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب ویلي، چې په یادو دیني مدرسو کې د شاوخوا ۱۸۰۰ ښځينه او نارینه ښوونکو له لوري د پوهنې نصاب اړوند مضامین تدرسیږي.