پاکستانۍ اکسپرس تربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه ۹۴۴ افغانې کورنۍ، چې ۶ زره او ۷۰۰ کسان کېږي له پاکستان څخه ایستل شوي دي. د راپور لهمخې، یادو کډوالو کې ۲ زره او ۸۷۴ نارینه، یو زر او ۷۵۵ ښځې او ۲ زره او ۷۱ ماشومان شامل دي. راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۷مې نېټې راهیسې چې د افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ پیل شوې تر دې دمه ۷۰ زره او ۴۹۴ کورنۍ، چې ۴۶۹ زره او ۱۵۹ تنه کېږي له پاکستان ایستل شوي او افغانستان ته لېږل شوې دي.