د چين د بهرنیو اسعارو دولتي ادارې د اپریل په ۷مه نېټه خبر ورکړ چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې تر پايه پورې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو ذخیره ۳ تريليونه، ۲۴۰ ميليارډه او ۷۰۰ ميليونه ډالره وه چې د فبرورۍ په پرتله ۱۳ میلیارډه او ۴۰۰ ميليونه ډالره زیاته شوې او د زياتوالي انډول يې صفر اعشاريه ۴۲ سلنه و.
دغه راز د چین د بهرنیو اسعارو ذخیره په تېرو ۱۶ میاشتو کې له ۳.۲ تریلیونو ډالرو ډېره وه