د نورستان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پارون ښار کې د واورې ښویدنې له امله یو تنکی ځوان مړ او درې نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند سمېع عمر رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه پرون ناوخته د پارون ښار په «پرونز» سیمه کې را منځته شوې. سمیع عمر زیاتوي، پېښه هغه مهال را منځته شوې چې دغو تنیکو ځوانانو غوښتل له غره څخه ښېځې (سابه) را ټول کړي چې پرمهال یې د واورې ښویېدنې پېښه را منځته شوې. نوموړی وایي، د مړه شوي تنکي ځوان عمر ۱۶ کاله و او د ټپي شويو عمرونه هم د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ وو. د سمېع عمر په خبره؛ د پېښې ټپیان د نورستان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی.