د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، پاکستان کې افغان کډوال له کورونو، هټیو او بازارونو په غیري قانوني ډول نیول کیږي او په زوره زندانونو ته تر وړل کېدو وروسته اړ ایستل کیږي، چې افغانستان ته ستانه شي. د کډوالو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان حکومت دغه چلند غندلی. په خبرپاڼه کې راغلي، له افغان کډوالو سره زیاتی کیږي د هغوی شتمني لوټل کیږي او د کورونو اسباب ترېنه ایسارېږي، چې دا د هر ډول اسلامي او انساني اصولو او نړېوالو قوانینو خلاف عمل دی. یاد وزارت د پاکستان حکومت څخه هیله ښودلې، چې د کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلند پای ته ورسوي او هغوی دې د سیاسي موخو لپاره نه کاروي. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې سرپرست حکومت د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره چمتووالی پیل کړی، خو له هغوی سره د ګاونډیو ناوړه چلند د منلو او تحمل وړ نه دی. خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومت همداراز غوښتنه شوې، چې کډوالو ته هېواد ته د خپلو شتمنیو، مالونو او د کور اسبابو د رالېږدولو اجازه ورکړي.