د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، چې تېرو دوو ورځو کې ۸ زره او ۲۵ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي . د دې سازمان په وینا؛ یادو کډوالو کې بې اسناده او د (ایسيسي) کارت لرونکي افغانان شامل دي، چې د تورخم او سپینبولدک له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې ۲ زره او ۶۱۴ راستنېدونکو کډوالو سره یې مرستې هم کړې دي.