د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او د دغه هېواد دولتي شورا په دې وروستيو ورځو کې د ځواکمن زراعتی هېواد د چټکې ابادۍ پلان (۲۰۲۴ ـ ۲۰۳۵م کال) خپور کړی.
ياد پلان وايي، چې د ځواکمن زراعتي هېواد ابادول د سوسياليزم د عصري او ځواکمن هېواد د ابادولو بنسټ دی.
د پلان له مخې، تر ۲۰۲۷م کال پورې به د ځواکمن زراعتي هېواد ابادول څرګند پرمختګ موندلی شي، د غلو دانو تولیدي توان به ۷۰۰ ميليارډو کيلوګرامو ته ورسېږي او مهم زراعتي پيداوار به خپله اړتيا پوره شي. د روانې پيړۍ تر منځ پوري، چين به په پوره توګه ځواکمن زراعتي هېواد جوړ کړي.