د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال یې په ټول هېواد کې د ۴۵۵ مېليونه افغانیو په لګښت ۹۵۴ اداري او ښوونيز مرکزونه بیارغولي او ګټې اخيستنې ته یې سپارلي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې ۸۷۱ تدريسي او اداري ودانۍ يې له عادي بودجې او ۸۳ يې د همکارو ادارو په ملاتړ ترمیم کړې دي. د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې له خلکو او سوداګرو غوښتي، چې د ښوونيزو ادارو او مرکزونو په ترمیم او جوړولو کې له دوی سره لا همکاري وکړي. د یاد وزارت د ملکیتونو د ساتنې او مراقبت مشر سمیع الحق حماس رسنیو ته ویلي، چې دغه ترمیم شوي ښوونيزې ادارې او مرکزونه په ټول افغانستان کې دي.