د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ډیپلوماسۍ لاره خلاصه ده، خو خبرداری یې ورکړ چې که ګواښ دوام ومومي نو اسلامي جمهوریت به پرېکنده ځواب ورکړي. هغه پرون د ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې دي. هغه زیاته کړې زموږ د غیر مستقیمو خبرو اترو وړاندیز لا هم په میز پروت دی. نوموړي وایي موږ باور لرو چې که ریښتینې اراده شتون ولري، نو تل د پرمختګ لپاره لار شتون ولري.