رویټرز خبري اژانس د شپږو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ټرمپ ادارې پرېکړه کړې چې د امریکا د بېړنیو خوراکي مرستو په ګډون د بهرنیو مرستو شپږ پروګرامونه بیا پیل کړي. شپږو سرچینو رویټرز ته ویلي، د ټرمپ اداره هوډ لري چې لبنان، سوریې، سومالیا، اردن، عراق او اکوادور ته د بېړنیو خوراکي مرستو پروګرامونه بیا پیل کړي. بلخوا بیا ځینو رسنیو راپورونه ورکړي، چې د ټرمپ ادارې په ارام سمندر سیمه کې د کډوالۍ نړیوال سازمان لپاره څلور پروګرامونه بیا پیل کړي دي. رویترز خبري اژانس د تېرې دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د ټرمپ ادارې د مرستې رسولو مهم پروګرامونه د افغانستان او یمن په ګډون په دولسو هېوادونو کې پایته رسولي، چې مجموعي کچه یې تر ۱.۳ میلیارد ډالرو رسېږي.