د بدخشان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمد اکرم اکبري وايي، چې د بدخشان- تخار لویه لاره نن سهار د سخت باران او سېلابونو راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. اکبري وايي، چې د دې لویې لارې د بیا پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي. نوموړی وايي مسافر او موټر چلوونکي باید تر هغه وخته له سفر کولو ډډه وکړي تر څو دا لویه لاره بېرته پرانیستل شي. تر اوسه پورې، په دې سیمه کې د سېلابونو له امله د احتمالي مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.