له هغه وروسته چې پرون د عمران خان خویندو ته له هغه سره د لیدو اجازه ورنه کړل شوه؛ د اډیاله زندان بهر له پولیسو سره تر شخړې وروسته پولیسو د عمران خان خویندې او همدارنګه د تحریک انصاف ګوند ځینې کارکوونکي نیولي دي. د تحریک انصاف مشر وکیل ګوهر علي خان د عمران خان د کورنۍ د غړو نیونه غندلې او دا یې ناقانونه چاره بللې ده. له زندان څخه بهر رسنیو سره په خبرو کې وکیل ګوهر ویلي، چې د سترې محکمې د حکم له مخې دا د خان د خویندو حق دی. هغه ویلي، چې له لارښوونې سره، سره د دوی د لیدنې څخه د انکار پرېکړه د درک وړ نه وه. د وکیل ګوهر په وینا؛ د عمران خان خویندو ته په تېرو دوو ځلونو کې له خپل ورور سره د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې له امله یې دوی د سې شنبې په ورځ د پرلت اعلان وکړ.