د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال څلور اړخیزو سیالیو کې د ګډون په موخه، چې د مراکش هېواد په کوربتوب ترسره کېږي، د یاد هېواد پر لور روانه شوې ده. د المپیک، بدنی روزنې او ورزش عمومي ریاست په خپله وېب پاڼه لیکلي، چی افغانستان به له دغو سیالیو وروسته له کوربه هېواد سره د روانې میلادي میاشتې پر ۱۵مه نېټه دوستانه سیالي هم وکړي. د فوټسال دغه څلور اړخیزې سیالۍ د روانې میلادي میاشتې پر نهمه د افغانستان، مراکش، پرتګال او چين هېوادونو په ګډون پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.