امریکا د اپریل په ۷مې نېټې پر چيني تولیداتو د لازیاتو تعرفو د لګولو اعلان کړی دی. نړۍ باید د امريکا د ناوړو غوښتنو او ګواښونو بڼه او موخه وګوري.
امريکا ويلي، که چين د روانې میاشتې له ۸مې نېټې مخکې پر امريکايي توليداتو لګول شوې ۳۴ سلنه تعرفې لغوه نه کړي، نو له ۹مې نېټې څخه به پر چيني توليداتو ۵۰ سلنه اضافي تعرفې ولګوي.
حقایق روښانه دي: امریکا د تعرفو لګولو د پيل لومړی ګام اخيستی او چين بیا څو اړخیز سوداګریز سیسټم ته د امریکا د راګرځولو په موخه مشروع ځوابي ګامونه پورته کړي دي. بېجينګ واشنګټن ته په څرګندو ټکو ويلي، که پر تعرفو او سوداګریزې جګړې ټینګار ولري، نو چین به هم ارام کېنني او تر پایه به یې پر وړاندې مبارزه وکړي.
امریکا په ۲۰۱۸م کال کې د چین پر وړاندې سوداګریزه جګړه پیل کړې او له همغه وخت راهیسې د چین اقتصاد، که څه هم تر فشار لاندې و، پیاوړې وړتیاوې ښودلې دي. یو مهم لامل يې دا ښودل شوی، چې د چین سوداګریز همکاران ورځ تر بلې زیاتېږي او د امريکا د تعرفو سیالي به د چين پر اقتصاد ناوړه اغېزه ونه کړي. يو شمېر بهرنيو مالي ادارو په دې وروستيو کې د چين د سږنۍ اقتصادي ودې په اړه خپلې وړاندوينې زياتې کړې دي.
د امريکا مورګان ستانلي (Morgan Stanley) شرکت څيړنيز راپور ښيي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين اقتصاد د تمې خلاف پرمختګ موندلی او په نويو چارو کې يې د پانګونې چټکتيا پياوړې شوې او د دغه هېواد د کلنۍ اقتصادي ودې وړاندوينه يې ۰،۵ سلنې ته لوړه کړې ده.
د امريکايي شرکتونو په ګډون زياتې تصدۍ چين ته د پانګونې او سوداګرۍ د مرکز په نظر ګوري او په دغه هېواد کې د پانګونو او همکاریو د پراخولو هوډ يې څرګند کړی دی.د ټرمپ د تعرفو زیاتوالی به پر امريکې ناوړه اغېزې وکړي
د جورج بوش صندوق مشر ډیويډ فریسټین د امریکا او چین د اړیکو په اړه ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ د تعرفو پالیسي به په دغه هېواد کې د پيسو پړسوب یا انفلاسیون لوړ او د بېکارۍ کچه به زياته کړي او هم به د نوموړي دغه کړنه د ډالرو د ارزښت د ټیټېدو لامل وګرځي.
بر سېره پر دې، هغو امریکایي بزګرانو، چې پر بهرنیو بازارونو تکیه لري، ويلي، د ټرمپ د تعرفو پالیسي مونږ ته په هره برخه کې زيانونه رسوي.
چين پدې باور دی، چې له امريکا سره يې د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو اصل د ګډو ګټو موندل دي، نو دواړه هېوادونه باید سوداګريز توپيرونه د خبرو اترو له لارې حل کړي. که امريکا خپلې تعرفې زياتوي، نو چين به هم اړ کېږي، چې د خپلو مشروع حقونو او ګټو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.