په پېښور کې د ا.ا قونسل له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو نوې جوپې په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر کتلي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د کډوالو پر ایستلو او د دوی پر ستونزو خبرې شوې دي. حافظ محب الله له پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو لړۍ خورا نامناسبه او دردونکې بللې. نوموړي له پولې هغې غاړې ته د کډوالو د ستونزو او د دوی د پانګو ضایع کېدو په هکله مولوي عبدالکبیر ته مالومات ورکړي او په خبره یې کډوال د ایستلو په لړ کې تر پولې پورې ستونزې ګالي. سرپرست وزیر له افغان کډوالو سره ناسم چلند له ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې یاد کړی دی. مولوي عبدالکبیر ویلي؛ افغانان د دین او اسلامي خاوري ساتلو لپاره کډوالۍ ته اړ شوي، خو د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردونکې او د اندېښنې وړ دي.