د افغان کډوالو وروستی حالت چې له پاکستان او ایران څخه په زوره ایستل کېږي، د انساني درد، بېعدالتیو او نړیوالو ماتو اصولو یوه ژوره بیلګه ده. دا وضعیت نه یوازې د نړیوالو بشري ارزښتونو خلاف دی، بلکې د هغه زغم وروستۍ کرښه ده چې له کلونو راهیسې افغان ملت ترې کړیږي. پاکستان په ښکاره توګه په زوره زرګونه افغان کډوال له خپلو مېنو را ایستلي او ایران هم همدا لار غوره کړې، چې دواړه یو ناوړه انساني حالت ته لمن وهي. دا یو داسی عمل دی چې د هیڅ دلیل، منطق او قانون توجیه نه لري، او باید سخت وغندل شي. پاکستان له کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی، خو دا کوربتوب تل د فشار، سپکاوي، او سیاسي موخو لپاره د استفادې په شکل ښودل شوی. اوس چې حالات بدل شوي، په زوره ایستل یې نه یوازې د بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د ګډو اسلامي، انساني او نړيوالو ارزښتونو سره ښکاره ټکر دی. ماشومان، مېرمنې، زاړه او ناروغان له هېڅ ډول انساني برخورد پرته له خپلو کورونو، کارونو او ژوند څخه بېبرخې کېږي، او د هیڅ تضمین پرته بیرته افغانستان ته شړل کېږي، چیرته چې نه د سرپناه تضمین شته، نه د ژوند اسانتیاوې او نه هم د کار زمینه. له بل پلوه، ایران هم همدا ډول له افغان کډوالو سره سخت چلند کوي. هره ورځ راپورونه خپریږي چې افغان کډوال شکنجه کېږي، وهل کېږي، زندانونو ته اچول کېږي او یا هم بې سرنوشته له پولو راشړل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې افغان کډوال زیاتره د جګړو، ناورینونو او غربت له امله مجبوره شوي چې خپل هېواد پرېږدي. پاکستان او ایران دواړه چې د اسلامي ارزښتونو د مدافع په توګه ځان وړاندې کوي، باید د ورورګلوۍ، بشردوستۍ او انساني وقار له مخې له افغانانو سره د همدردۍ چلند وکړي، نه دا چې د زور، وهلو او سپکاوي له لارې هغوی له خپلې خاورې وباسي. په دواړو هیوادونو کې د افغان کډوالو حالت دومره ناوړه دی چې آن ماشومانو، ښځو او زړو ته هم رحم نه کېږي. دا ډول برخورد د نړیوالو میثاقونو، لکه د ۱۹۵۱م د مهاجرینو کنوانسیون، سرغړونه ده. افغانستان له دې ناورین سره یوازې پاتې دی، نه نړیوال سازمانونه په جدي توګه مداخله کوي، نه هم د بشري حقونو مدافعین خپل رسالت ادا کوي، او نه هم د کډوالو ساتنې ادارې (UNHCR) جدي او قاطع دریځ لري. افغان سرپرست حکومت ته په کار ده چې دا وضعیت پر نړیوالو محافلو جدي مطرح کړي، د نړیوالو سازمانونو څخه د وضاحت غوښتنه وکړي، او همدا راز د افغان کډوالو لپاره د بیا ځای پرځای کولو، سرپناه، تعلیم، روغتیا او کاري زمینو لپاره عاجلې او عملي تګلارې ترتیب کړي. موږ باید خپل خلک یوازې پرې نږدو. دا زموږ ملي او اسلامي مسؤلیت دی. له نړیوالې ټولنې څخه هم دا تمه کېږي چې نور باید چوپ پاتې نه شي. د بشري حقونو شعارونه، د انسانیت اصول، او د کډوالو نړیوال قوانین باید یوازې د اسنادو تر کچې محدود نه وي، بلکې د عمل په میدان کې باید د افغان کډوالو د ژغورنې لپاره قوي اقدامات وشي. د نړیوالو سازمانونو چوپتیا، او د اسلامي نړۍ بېغورۍ اوس نور د زغملو وړ نه ده. په پای کې باید ووایو چې د افغان کډوالو په زور ایستل یوه ملي فاجعه ده. دا یوازې یوه ورځنۍ ستونزه نه ده، بلکې اوږدمهاله انساني زیانونه له ځان سره لري. له همدې امله، دا وضعیت باید جدي وڅېړل شي، نړیوال وجدان دې راویښ شي، او افغان سرپرست حکومت دې ، د خپلو خلکو د عزت، ژوند او سرپناه د ساتنې لپاره هر اړخیز اقدامات تر سره کړي.