په ډومینیکا هیواد کې د یو شپني کلب د چت پرېوتو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۲۴ ته لوړ شوی دی. د رویټرز خبري اژانس لهخوا په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د پېښې په ځای کې د بېړنۍ ډلې کارکوونکي له کنډوالو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو د را اېستلو په لټه کې دي. د راپورونو له مخې چې په مړو شویو کسانو کې یو مشهوره سندرغاړی، یو والي او د میجر لیګ بیسبال پخوانی توپ وهونکی شامل دي. د چارواکو په خبره، د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون خورا ستونزمن شوی.