د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال په ګډه ناسته کې د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه له پاکستان سره د درې اړخیزې ناستې پر جوړېدو خبرې کړې دي. یاد وزارت په خپره کړېخبرپاڼه کې د عرفات جمال له قوله لیکلي، چې ښايي د کډوالو په تړاو دغه درې اړخیزه ناسته په راتلونکې میاشت کې ترسره شي، خو دقیقه نېټه او ځای یې نه دی څرګند کړی. مولوي عبدالکبیر په یاده ناسته کې د (یو این ایچ ار) له چارواکو وغوښتل، چې د بېرته راستنیدونکو افغانانو سره دې د ملګرو ملتونو د کارتونو پر بنسټ چلند نه کوي، بلکې ټولو کارت راستنیدونکو ته دې په انډول برابرې مرستې او خدمتونه چمتو کړي. دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې له پاکستان نه د سلګونه زره افغان کډوالو د ایستل کیدو لړۍ پېل شوې ده.