د لاتينې امريکا او کارابين هېوادونو د ټولنې ۹مه سرمشريزه غونډه د اپریل په ۹مه نېټه په هاندوراس کې ترسره شوه. د چین دولت رئیس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ وویل، نړۍ اوس د چټک بدلون په حال کې ده او د چين او د لاتينې امريکا او کارابين هېوادونو په شمول د نړۍ د سراسري جنوب د ستر پرمختګ په حال کې دی. د لاتینې امریکا او کارابين هېوادونو ټولنه پر خپلواکۍ او همکارۍ ټینګار کوي چې د سیمه ییزې سولې او ثبات د ساتلو، د پرمختګ او همکارۍ د وده کولو او د سیمه ییز ادغام لپاره مهم رول لوبولی دی. زه په صادقانه توګه هيله لرم چې د لاتينې امريکا او کارابين هېوادونو خلک به د خپل پرمختګ او بيا ژوندي کولو په برخه کې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي او د سراسري جنوب د پيوستون او همکارۍ د پياوړتيا لپاره زيات خدمتونه وکړي.