د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند لين جيان د اپرېل په اتمه په مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو پوښتنو د ځواب پر مهال ويلي، چې د امریکا مرستيال ولسمشر د چين په اړه توهیم آمیزه او بې ادبه خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، د امریکا مرستيال ولسمشر وانس څو ورځې وړاندې له رسنيو سره د مرکې پر مهال له چين سره د سوداګرۍ په اړه د ټرمپ حکومت تګلارې ذکرې کړې، چينایانو ته يې وروسته پاتې کليوال کليمه کارولې او ويلي يې دي،” امریکا له چيني وروسته پاتې کليوالو څخه پور اخلي او بيا پدې پور له همغدوی څخه شيان اخلي. “
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان پدې اړه ويلي، چين له امريکا سره د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په اړه خپل دريځ په واضع ډول بيان کړی دی.
نوموړي د وانس يادې خبرې د حيرانتيا او خواشينۍ وړ بللې دي.
د وانس پر يادو خبرو ډېرو انټرنېټ کارونکو ملنډې وهلې او ويلي يې دي، «هغه نژادي تبعيض او امپرياليزم غوښتونکی او بې سواده او بې ادبه دی».
آن ځينو امریکايي خبري رسنيو هم پر ده نيوکه کړې او ویلي يې دي چې د چين په اړه د وانس د څرګندونو له امله ټولو امريکايانو د شرم او ناارامۍ احساس کړی دی.