د چین د دولتي شورا د ګمرکي تعرفو د قوانينو کمېټې د اپريل په ۹ مه په يوه خبرتيا کې ويلي، د امريکا حکومت د اپرېل په اتمه پر چيني توليداتو”بالمثل تعرفې“له ٪ ۳۴ څخه ٪ ۸۴ ته لوړې کړې.
سرچینې د امریکا دا اقدام یوه تېروتنه او د چین پر حقه حقونو تېری بللی.
په بیانیه کې راغلي چې واشنګټن په دې کار سره د اصولو مطابق څواړخيز سوداګريز سيسټم ته ډېر زيانونه رسولي دي.
په دې خبرتيا کې راغلي، چې چين د خپلې دولتي شورا په منظور او د تعرفو، ګمرکاتو او بهرنۍ سوداګرۍ په اړه د خپلو قوانينو او همدارنګه د نړيوال قانون د بنسټيزو اصولو له مخې پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۵ م کال د اپرېل د ۱۰ مې نېټې له ۱۲ بجو او ۱ دقيقو څخه به پر امريکايي توليداتو تعرفې تنظيمې کړي او نورې ٪ ۵۰ تعرفې به پرې وضع کړي.