د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اپريل په نهمې نېټې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د څو مسئلو په تړاو د دريځ سپين کتاب خپور کړی او د امريکا لسو مزخرفاتو ته يې پکې ځوابونه ويلي دي.
– د امريکا لومړۍ مزخرفه نظريه: له چين سره سوداګريزو چارو امريکا ته زيانونه رسولي
نوموړي سپين کتاب دا حقيقت روښانه کړی، چې ګډې ګټې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو اصل دی.
د مالونو د سوداګرۍ په برخه کې، چين ته د امريکا د صادراتو د زياتوالي انډول نورو هېوادونو ته د دغه هېواد د وروستي شمېر په پرتله څرګند لوړوالی ښيي.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۴م کال کې چين ته د امريکا د صادراتي توکو ارزښت ۱۴۳ ميليارډه او ۵۵۰ ميليونه امريکايي ډالره و، چې د ۲۰۰۱م کال په پرتله ۶۴۸ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي او په ورته وخت کې نورو هېوادونو ته د امريکا د صادراتي توکو ارزښت د زياتوالي انډول يوازې ۱۸۳ اعشاريه ۱ سلنه و.
برسېره پر دې، چين د امريکا لپاره د لوبيا او پنبو لومړی لوی صارداتي بازار، د برېښنايي جريان ترکيبي لارو (integrated circuits) او سکرو دوهم لوی صادراتي بازار او د طبي الاتو، پېټروليم ګېس (petroleum gas) او موټرونو درېيم لوی صادراتي بازار دی.
امريکا په خدماتي سوداګرۍ کې د چين د سوداګرۍ د لوی منفي توازن سرچېنه ده او دغه منفي توازن يې مخ پر زياتېدو دی.
ترکيبي عواملو ته په کتو، له چين سره د امريکا سوداګريزو همکاريو د امريکايانو لپاره ګڼ شمېر دندې او ګټې برابرې کړي او مشتريانو ته يې رښتينې ګټې رسولې دي.
– د امريکا دوهمه مزخرفه نظريه: چين له امريکا سره د اقتصادي او سوداګريز تړون لومړی پړاو جدي نه دی پلی کړی
د چين او امريکا د سوداګریز تړون لومړی پړاو د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۱۵مې نېټې رسماً نافذ شوی دی. امريکا په دې وروستيو کې څو څو ځلې پر چين بې ځايه تورونه لګولي، چې ګواکې دغه هېواد د یاد تړون له مخې له امريکا څخه مالونه نه دي اخيستي.
په حقيقت کې، چين د ياد تړون د عملي کولو لپاره فعالې هڅې کړي، خو د تطبیق په بهير کې له داسې زياتو خنډونو سره مخ شوی، چې امريکايي لوري ورته راپورته کړې دي.
د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۸م کال او ۲۰۱۹م کال کې د بويينګ شرکت د بي۷۳۷ مکس (B737MAX) الوتکو د لوېدو او ځينو نورو ستونزو په شمول سختې پېښې رامنځته شوې، نو ځکه د چين او امريکا په شمول زياترو هېوادونو پر دغو الوتکو د بنديز تدبيرونه نيولي او له همدې امله د يادو الوتکو سوداګري ځنډېدلې ده.
دلته به یې يوې بلې بېلګې ته هم اشاره وکړو. د اساسي تاسيساتو په برخه کې د امريکا د نيمګړتياوو له امله چين ته د دغه هېواد د اومو نفتو ټرانسپورټي بيه د منځني ختيځ په پرتله دوه چنده زياته ده او د سيالۍ وړتيا نه لري.
– د امريکا درېيمه مزخرفه نظريه: چين په زور له امريکايي تصديو څخه ټکنالوژي تر لاسه کوي
د امريکا دغه نظريه له حقيقت سره هيڅ سمون نه لري. چين د ټېکنالوژۍ له هر ډول جبري لېږد سره مخالفت کوي. امریکا د بهرنيو پانګوالو شرکتونو او چیني شرکتونو ترمنځ ټکنالوژيکي همکارۍ او په چیني بازار کې د سوداګريزو ګټو لپاره د خوښۍ په اساس لاسليک شوي تړونونه “جبري ټکنالوژيک انتقال يا لېږد بولي.
– د امريکا څلورمه مزخرفه نظريه: چين د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت د ټيټولو له لارې د سيالۍ وړتيا لټوي
د ژن مين بي يوانو تبادلوي ارزښت په دې وروستيو کلونو کې ثابت پاتې شوی او د لوړوالي او ټيټوالي انډول يې له ۳٪ څخه تر ۴٪ پورې ساتل شوی دی او دا شمېرې د نړۍ د پيسو د بدلون له انډول سره برابر دی.
– د امريکا پنځمه مزخرفه نظريه: د چين توليدي ظرفيت تر اړتيا ډېر ناوړه زياتوالی ښيي
د امريکا دغه نظريه د عامه منطق په خلاف ده. واشینګټن د اضافي توليدي ظرفيت په پلمه پر چيني توليداتو او عادي پانګونو او همکاريو محدوديتونه وضع کړي، چې دغه کړنې يې سوداګريز پروټېکشنيزم او په نړيوالو بازارونو کې لاسوهنې بلل کېږي.
ـ د امريکا شپږمه مزخرفه نظريه: چين د بهرنيو تصديو پر وړاندې تبعيضي تګلارې غوره کوي
د امريکا دغه نظريه له حقيقت لرې ده. چين په ۲۰۲۲م کال کې له ټولو امتيازاتو څخه د بهرنيو تصديو د محرومولو تګلارو د ليرې کولو غوښتنه کړې ده.
ـ د امريکا اوومه مزخرفه نظريه: د سوداګرۍ امتيازي حق له چين سره د امريکا امتیازي چلند دی
دايمي او عادي سوداګريز مقام يعنې يو بل ته د ډېرو سوداګريزو امتيازاتو ورکولو حق د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو لپاره مرکزي بنسټ برابر کړی دی.
د امتيازي هېواد حق د څواړخيز سوداګريز سيسټم يو بنسټيز اصل دی. دا د امريکا ښېګڼه نه، بلکې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د قواعيدو له مخې د دې سازمان د غړو هېوادونو حق دی.
ـ د امريکا اتمه مزخرفه نظريه: چين ټېټ ارزښت لرونکې بستې امریکا ته د فينټانل د صادرولو د الو په توګه کارولي
امريکا د اپريل په ۲مې نېټې اعلان کړی، چې د مې په ۲مې نېټې به د چين پر ټيټ ارزښت لرونکو بستو د صفر تعرفې تګلاره لغوه کړي.
په حقيقت کې چين له هغو هېوادونو څخه دی، چې د نشه يي توکو د مخنيوي ډېره جدي تګلاره لري او په بشپړه توګه یې عملي کوي. چين په کور دننه د اړوندو موادو د توليد، کاروبار، استعمال او صادرات جدي اداره کوي او تراوسه په دغه هېواد کې د يادو موادو او درملو د غله يا پټولو پېښه نه ده رامنځته شوې.
ـ د امريکا نهمه مزخرفه نظريه: پر ټيټ ارزښت لرونکو بستو د صفر تعرفې تګلاره ښايي پر کورني صنعت منفي اغېزې وکړي
له بهرنيو هېوادونو څخه د ځان لپاره د توکو اخيستل د شخصي مصارفو ګټوره برخه ده. که څه هم په دې وروستيو کلونو کې په نړۍ کې د پرچون خرڅلاو د بستو وارداتي ارزښت چټک زياتوالی ښيي، خو عمومي پيمانه يې لويه نه ده، يوازې په نړيوالې سوداګرۍ او د پرچون خرڅلاو په عمومي اندازې کې ټيټه ونډه لري. که دغه تګلاره لغوه شي، د دغو بستو د نظارت او ورڅخه د تعرفو د اخيستلو چارې به بیې لوړې کړي او د تصديو ټرانسپورټي او ګمرکي لګښتونه به زيات کړي.
ـ د امريکا لسمه مزخرفه نظريه: ټيکټاک د دغه هېواد ملي امنيت ته زيانونه رسوي
واشينګټن د ملي امنيت په پلمه اقتصادي او سوداګريزو چارو ته سياسي رنګ ورکړی او ډول ډول بنديزونه او تدبيرونه يې وضع کړي دي. د بېلګې په توګه، واشينګټن له ټيکټاک څخه د پلور او د کاروبارو د جلا کولو غوښتنه کړې او دغه کړنه يې د تصدۍ په عادي چارو کې لاسوهنه او د پانګوالو ټکنالوژيک امنيت او سوداګريزو ګټو ته ګواښ دی.
د امريکا په دغسې اقداماتو د ملي امنيت او بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو د پرمختګ مخه نيسي، دغه هېواد د مصنوعي ځيرکتيا پر ماډلونو او د برېښنايي جريان پر لارو د بنديز تدبيرونه نيولي او پر همدې لارې غواړي، چې د چين په شمول مخ پر زياتېدونکي هېوادونه د ټکنالوژيک پرمختګ حق څخه محروم کړي.