د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چین ته تر سفر وروسته قرنطین شوی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، قریشي او د دغه هېواد ولسمشر عارف علوي د تېرې دوشبنې په ورځ چین ته تللي وو. راپور کاږي کله چې دوی له چین څخه بېرته پاکستان ته راګرځېدلي نو قریشي قرنطین شوی دی او ښایي له یوې تر پنځو اوونیو پورې په دغه وضعیت کې وي. قریشي په دې اړه رسنیو ته ویلي، ښایي تر راتلونکو پنځو ورځو پورې متخصص ډاکټران د نوموړي طبي ازمایښتونه واخلي او له دې قرنطین څخه موخه احتیاط دی. د پاکستان یو دولتي پلاوی څو ورځې وړاندې د کرونا ویروس مخنیوي او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ په همدې اړه د همکاریو د پراختیا لپاره چین ته تللی وو. د وروستیو راپورونو له مخې په پاکستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۷ ته رسېدلی دی.