د نورستان امنیتي مسوولینو ویلي، چې پرون غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د دوآب ولسوالۍ په «ګندمک» سیمه کې د یوه ډاټسن ډوله موټر د اوښتو له امله درې تنه مړه شوي دي. امنیتي مسوولینو ویلي، چې د پېښې قربانیان د لغمان اوسېدونکي دي چې له نورستانه خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې و.