د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لین جيان د اپريل په ۱۰مه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه کې پر چین د امریکا د ۱۲۵ سلنه تعرفو پر زیاتېدو نیکوه وکړه.
د خبر له مخې، امریکا اعلان کړی، چې پر چيني توليداتو به د ۱۲۵ سلنو تعرفې زياتې کړي. لين جيان په دې اړه ويلي، چې امريکا د خپلې ګټې لپاره د تعرفو د زياتوالي له لارې نور هېوادونه ګواښي، په دې سره د بېلابېلو هېوادونو پر حقه حقونو تېری کوي، د تجارت نړیوال سازمان له مقرراتو څخه سرغړونه کوي، څو اړخيز تجارتي ميکانيزم ته زيانونه رسوي او د نړيوال اقتصاد نظام او ثبات ويجاړوي. هغه د امريکا ياده تګلاره له نړۍ سره مخالفت بللی دی.
نوموړي زياته کړې، چې هېواد به يې د خپلو خلکو ګټې وساتي او نړیوالو تجارتي مقرراتو او څواړخيز تجارتي ميکانيزم ته د امريکا د زیانونو مخنيوی به وکړي. ده دغه راز ویلي چې که امريکا د تعرفو او تجارتو پر جنګونو ټينګار وکړي، چين به ورسره تر پايه مبارزه وکړي.
د هغه په وينا، د امريکا ياده کړنه به حتماً د نړيوالې ټولنې له سخت مخالفت سره مخ وي.