د چين د مصرفي توکو پنځم نړیوال نندارتون به اپريل په ۱۳مه نېټه په های نان ولايت کې د فرصتونو د شريکولو او د ښه ژوند د جوړولو تر عنوان پرانيستل شي.
د معلوماتو له مخې، سږکال به د ۷۱ هېوادونو او سيمو څه باندې ۴۱۰۰ شرکتونه په ياد نندارتون کې ګډون وکړي.
په دې جملې کې ۶۵ هغه شرکتونه دي، چې ځيني يې د نړۍ د لومړيو ۵۰۰ پياوړو شرکتونو په نوملړ کې ځای لري او ځيني يې بيا په خپل سکټور کې ډېر پياوړي دي. د یادونې ده چې دا ځل په دې نندارتون کې د ګډون کوونکو شریکتونو شمېر د تېر په پرتله زیات دی.