د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ به ژر له ويتنام څخه رسمي ليدنه وکړي. همدارنګه د چين مېډيا ګروپ له خوا د یو لړ ځلانده فلمي او ټلويزيوني پروګرامونو د خپرونې فعالیت پر ځايي وخت د روانې میاشتې په ۱۱مه نېټه د ويتنام په هانوی کې پرانيستل شو. د شي جين پينګ د کلتوري کیسو په شمول ۸ لوړ کيفيت لرونکي فلمي او ټلويزيوني پروګرامونه به په وار سره د ويتنام په عمومي رسنيو کې خپاره شي.
ویتنامي لیدونکي به د دغو فلمي او ټلويزيوني پروګرامونو له لارې په بشپړه توګه رئيس شي جين پينګ وپېژني، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين حکومت تجربې درک کړي او په نوې زمانه کې د چين خوځنده ځواک او د چين د کلتور بې ساري جاذبه به احساس کړي.